پټ رازونه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63218
احمدجان نوزادی‎
دخبریدو نیټه : 2015-02-22

 


شعر‎

 

 


    
 
Inbox
 x 
    

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 


 

 

 پنـــځه وختـه به روان وی و مسجــد ته
 سجــــده کـــی تــــيروی لس دقيـــقی
 د مسجد نه چي بهر شی بيا يی هير شـــی
 چـــی د خـــدای سره يی کړی څه وعــدی

 چـــی درواغ شــی مساعد رښتيا نه وايـی
 خــو په لاس کــی به يی وی اوږدی تسبيـح
 شيخ زاهد چــی د انګورو جام ته ناست وی
 د رنـــــدانو نـه پــه څــه کړم ګيـلی

 ديــــن دنيا عقل او فکــر يی پردی شــی
 په کوم ځای کی چی دی ووينــــي پيســــی
 خدای رسول اسلام او هر څه ورنه هير شی
 شــــی مــلـګری د شيـطان کــــړی دسيسی

 خــــلافت او بنده ګي د انسان څه شــــوه
 ددوذخ پــــه دروازه کــــی اوږدي پښی
 د ريــــا بنده ګی تــا نه وړی جنت تــه
 کــه جنت غواړی بيدار اوسه د شپـــــــی

 توبي باسه خدای ته ژاړه نيمه شپه کـــــی
 بيا سبا ته چا تـــــه مــکړه دا کــيسی
 پـــــــــټ رازونه ملنګان وړی جنتو تـــه
 نوزادی په ريــــــا نشی معامـــــلــــی