دولسي جرګې په نوم دافغان ولسپال ځوانانو پيغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 6325
افغان ولسپال ځوانان
دخبریدو نیټه : 2006-03-27

دولسي جرګې درنو غړو ته دزړه له تله سلامونه او ښې هېلي!

وروسته !

درنووکيل صاحبانو!

کرزى دخپل سياست په هغه پړاو کې دى چې نور نه ورته دتمې  سترګې اوړي او نه به هم هغه څه وکړي چې دملت مادي او مانيزې ګټې په کې خوندي وي.کرزى ډېر ځله وازمويل شو او بياچې هم وازمويل شي نو پايلې به يې دتېر په څېر  منفي راوزي.

خوداځل چې کرزي خپله نوې کابينه په لږ ادلون بدلون ستاسي درايو داخيستلو په موخه ولسي جرګې ياهغه ارګان ته چې تاسي يې غړي او هره يوه رايه يې، که منفي وي او که مثبت ددغه هېواد او خلکو لپاره حياتي ارزښت لري، وړاندي کړې نو تاسي هم دازمون له يوه بهير څخه دتېرېدلو په حال کې ياست.

اوس به له يوې خوا ددغه ستر او واکمن ارګان دصلاحيت په اړه خلکو ته معلومات وشي او له بلې خوابه تاسي هم وازمويې، چې ايا هغه څه تر لاسه کولاى شئ چې خلک يې غواړي او که يواځي د ډالري معاش په تنده کې تر دغې سترې ادارې پوري راغلي ياست.

په اوس مهال کې که تاسي له  يوې خوا خدايي مسوليت لرئ، مګر له بلې خوا څخه ددغه هېواد او خلکو په وړاندي هم تاسي مسوليت لرئ چې بايد په سمه توګه يې ترسره کړئ.

خو که تر بل هرچا ستاسي مسوليت زيات دى  نو له دې سره مو تر بل هر سړي واک هم ډېر دى او دهغه له مخې تاسي هرډول پرېکړه کولاى شئ،

او داځکه چې قانون له تاسي سره دى  او هغه څه کولاى شئ چې بل څوک يې تصور هم نه شي کولاى.

ستاسي په مخ کې به ارومرو خنډونه هم شتون لري خو دخلکو هغه باورته په کتلو سره چې تاسي يې داسي يوه زورور او حياتي ارګان ته دخپلو استازيو په توګه وروپېژندلي ياست بايد هرڅه ته په زرغرده دهو يانه ځواب ورکړي او دخلکواو هېواد دمادي او مانيزو ګټو لپاره ګامونه اوچت کړئ.

همدا اوس ستاسي يو کار دادى چې دښاغلي کرزي لخوا نومول شوې کابېنې ته رايې ورکړئ يايې رده کړئ ، يا يې ومنئ او يا يې هم دبدلون غوښتنه وکړئ.

ستاسي په خوله کېداى شي هر ډول بدلون پکې رامنځته شي.

خو ستاسي په مخ کې تر ټولو دپام خبره دخلکو هغه باور ته ځواب ويل دي چې تاسي يې خپل استازي نومولي ياست او دا به اوس معلوميږي چې دخلکو باور ته څه ډول ځواب ويلاى شئ.

تاسي به اوس ژور فکر کوئ او بيا به دکرزي نومول شوې ماتې رنځورې کابېنې ته رايې ورکوئ.

 

درنو مشرانواووکيلانو!

افغان ولس د ډېرو نورو هېلو تر څنګ له تاسي څخه ددې هېله هم کوي چې دکرزي دنوي نومول شوې کابينې په اړه دسالم وجدان قضاوت وکړئ   او که مو داسي وکړل نو داسي باور دى چې  کېداى شي دکابېنې له اوسني نوم لړ څخه يوشمېر څېرې ووزي.

دا ځکه چې تاسي بايد دخپل مسوليت له مخې   هغو وزيرانو ته رايه ورکړئ چې ددغه هېواد او خلکو لپاره يې کار او زحمت کړى وي او هغه وزيران چې يايې په تېر مهال کې سم کار نه وي کړى او يا ورڅخه په راتلونکي کې دسم کار هېله نه کېږي  بايدردکړئ.

څنګه چې په نورو وزيرانو کې ياکاري خلک شته او يايې سابقه سمه او يا هم يو مخيزه ګونګه ده نو موږ هېڅ هم نه وايو، تاسي او خپل خداى چې دخپلو خلکو  له باور څخه څه ډول ګټه اخلئ.

خويوه خبره بايد په ياد ولرئ او هغه هم داطلاعاتو او کلتور دوزير سيد مخدم رهين په اړه پرېکړه ده .

دايو رښتينى حقيقت دى چې تاريخ هغه څوک نه بښي چې له تاريخ جوړونکو سره خيانت وکړي. په اوس مهال کې که داخبره دبل چاپه اړه صدق کوي او که يې نه کوي خو داطلاعاتو او کلتور دوزير په اړه به يې ارومرو وکړي ،ځکه افغانان تاريخ جوړونکي دي خودغه وزير ددوى له ژبوتوکمونو او نورو تولو مادي او مانيزو ګټوسره خيانت کړى دى، موږ دلته ددغه سړي په تورو او کرغېړنو کړو وړو باندي هېڅ هم نه وايو خو که دهر سړي باور نه راځي نو((سيدمخدم رهين دقضاوت په تله کې )) نومى کتاب دي وروګوري چې دهېواد او هېوالوپه وړاندي يې څومره ستر خيانتونه کړي دي.

که بل هر څوک دغه کتاب ورګوري او يانه خوپه ځانګړي ډول مو له وکيل صاحبانو او دپارلمان له غړو څخه داغوښتنه ده چې يو ځل بايد ارومرو ياد شوى کتاب ژر ژر تر سترګو تېر کړي، او دخپل وجدان په سترګو يوه سالم قضاوت ته لاره پرانيزي ،چې  له هغه وروسته بياموږ هېڅ هم نه وايو يا رهين رايې وکړي او يايې نه ورکوي.

دلته که چېرته له هېواد، ژبو او توکومونو سره دسيدمخدم رهين خيانت ته تفصيل ورکوو نو پيغام به مو  په يوه اوږده ليکنه بدليږي خو دومره درته وايو چې دخپل وجدان له مخې او دخپل ايمان  پر بنسټ پرېکړه وکړئ.

په اخر کې يو ځل داهم درته يادوو چې که مو سيد مخدوم رهين ته دهو رايه ورکړه نو هېڅکله به مو دغه دردېدلى ولس، تاريخ او دغه خاوره  ونه بخښي.

په ډېر درنښت افغان ولسپال ځوانان

دګران هېواد له ګوټ ګوټ څخه