په پېښور کې ۴ افغان دیپلوماتان نیول شوي دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63256
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-02-26

راپورونه وايي پاکستاني پوليسو د افغان کډوالو پر ضد د پيل شوو عملياتو په ترڅ کې په پېښور ښار کې څلور افغان ديپلوماتان هم نيولي دي. پاکستاني رسنيو نن خبر ورکړى چې ياد افغان ديپلوماتان د کب په ٧مه د خيبر پښتونخوا ايالت د پېښور ښار په ټاون سيمه کې نيول شوي دي. سرچينې زياته کړې چې پوليسو دغه څلور افغان ديپلوماتانو نږدې د پوليسو پوستې ته بيولي دي، خو په دې اړه يې نور معلومات نه دي ورکړي. د سرچينې د معلوماتو له مخې، په نيول شوو افغان ديپلوماتو کې په پېښور کې د افغانستان د کونسلګرۍ درېيم سکرتر عبدالحميد وحيدي، د ترانسپورټ مسوول غلام سخي عظيمي، د کډوالو د چارو يو افسر ډاکټر الوزى او د نوراحمد حقجو په نومونو د کونسلګرۍ يو بل کارکوونکى شامل دي. په پېښور کې د افغانستان کونسلر جنرال سيدمحمد ابراهيم خېل د يادو کسانو نيونه تاييد کړې او دا يې د جنيوا کنوانسيون د تړون خلاف بللى دى.