د یوې مافیايي ډلې مشر او پر انسان تښتونو تورن رییس خداید نن اعدام شو. ویل کېږي چې خدایداد نن غرمه یولس نیمې بجې د څرخي پله په زندان کې اعدام شوی دی. نوموړی څو میاشتې وړاندې د ملي امنیت ځواکونو په کابل کې نیولی و.