د ملي اردو شپږ سرتيري او څوارلس طالبان وژل سوي دي .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63284
لودين
دخبریدو نیټه : 2015-03-01

د ملي دفاع وزارت په کندهار او هلمند ولايتونو کې د ۱۴ وسله والو مخالفينو او د ملي اردو د شپږو سرتيرو د وژلو خبر ورکوي . د دې وزارت د مطبوعاتي دفتر څخه رسنيو ته رسيدلې خبرپاڼه وايې ، چې دا عمليات تير ۲۴ ساعته د دولت د وسله والو مخالفينو په وړاندي د کندهار او هلمند ولايتونو په بيلابيلو برخو کې تر سره سوي دي . خبرپاڼه وايې ، په عملياتو کې د دولت څوارلس تنه وسله وال مخالفين وژل سوي او وسلې او چاوديدونکي توکي هم سرتيرو په لاس ورغلي دي . خبرځای په ماينونو او د وسله والو طالبانو په بريد کې د ملي اردو د شپږو سرتيرو د وژل کيدو څخه هم خبر ورکوي .