د جومات او قران کريم د نسخو سوځولو په غبرګون کې لاريون وشو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63286
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-03-01

د غزني په اندړو ولسوالۍ کې سلګونو کسانو د ولسوالۍ مخې ته په دې ولسوالۍ کې د جومات او قران شريف د نسخو د سوځولو په غبرګون کې لاريون وکړ. د غزني اندړو ولسوالۍ د صالحانو په يوه جومات کې د قران کريم ١٨ نسخې د نامعلومو وسله والو له خوا وسوځول شوې، خو ځايي چارواکي وايي چې دغه کار وسله والو طالبانو ترسره کړى دى، خو طالبان دا تورونه ردوي. د اندړو ولسوالۍ سلګونو اوسېدونکو د ولسوالۍ مخې ته د يادې پېښې په غبرګون کې لاريون وکړ او دغه کار يې په کلکه وغنداه. د لاريون کوونکو شمېره چې ٢٥٠٠ تنو ته رسېده، مرګ پر پاکستان، مرګ پر امريکا او مرګ د اسلام پر دښمنانو شعارونه ورکول؛ دوى له حکومت څخه په ياده پېښه کې د ککړو کسانو د نيولو او سزا ورکولو غوښتنه کوله.