رویټرز خبري اژانس وايي، پاکستاني امنیتي چارواکو د جندالله ډلې د یوه مشر سلام ریګي د نیولو خبر ورکړی دی. راپورونه وايي، ریګي د بلوچستان کوټې ښار ته څېرمه په یوه بس کې د سفر پرمهال نیول شوی. د پاکستان یوه امنیتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، سلام ریګي د جندالله د مخکیني مشر عبدالمالک ریګي نژدې کس و، چې د عبدالمالک تر اعدام وروسته، یې د جیش العدل مشري او فعالیتونه مخته بېول.