ولسمشر د بدخشان له یو شمېر استازو سره کتلي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63303
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-03-03

افغان ولسمشر اشرف غني وايي له چین سره خبرې روانې دي څو د واخان له لارې د افغانستان لور ته د اورګاډي پټلۍ تیره شي او تر هرات پورې وغځول شي. دغه څرګندونې ولسمشر پرون په ارګ کې د بدخشان له یو شمیر استازو سره د لیدو پر مهال وکړې ، ولسمشر غني وویل چې د واخان غرنۍ سیمه تر اوسه د بدخشان له مرکز فیض اباد سره د مځکې له لارې نه ده تړل شوې. په واخان کې چې کوم افغانان اوسي له هغوی سره په تیرو کې د هوا له لارې مرستې شوې دي.د بدخشان له مشرانو سره ولسمشر د خبرو پر مهال وویل چې د ده د حکومت یو اساسي کار دا دی چې د هیواد اوبه مهار کړي او په دې ترڅ کې یې د کوکچې پر سیند د بند د جوړیدو لپاره هیات ګمارلی دی.