وسله والو مخالفينو د بدخشان د يمګان ولسوالي کلابنده کړې او د خوراکي توکو بيو او جګړې د خلکو اندېښنې زياتې کړې دي.يمګان د بدخشان د مرکز فيض اباد ښار په ١٢٠ کيلومترۍ کې پرته ولسوالي ده او ځايي چارواکي وايي چې دغه ولسوالي اوسمهال د طالبانو له خوا کلابنده ده.د يمګان ولسوال نوروز حيدري وايي چې طالبانو د غرونو په څوک کې مورچلې جوړې کړې او له امنيتي ځواکونو سره په جګړه کې ښکېل دي. د ملي دفاع وزارت د ملي اردو له ليکو د سرتېرو د تېښتې خبره ردوي، خو دا مني چې په منسوبينو کې يې درې نيم سلنه کموالى راغلى دى.