کمپبل له اوباما غوښتي چې د پوځیانو د ایستلو پر پلان له سره غور وکړي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63315
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-03-05

په افغانستان کې د مېشتو بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان کمپبل له ولسمشر اوباما څخه غوښتنه کړې چې د ټولو ځواکونو د ایستلو پر پلان له سره غور وکړي. کمپل د امریکا د استازو جرګې د وسله والو خدماتو کمېټې ته د وینا پر مهال ویلي امریکا د دې لپاره چې د افغان ځواکونو د روزنې او مشورې ماموریت په سم ډول بشپړ کړي، باید د ځواکونو د ایستلو بهیر ورو کړي. تر دې وړاندې د امریکا نوي دفاع وزیر هم له افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو پر وتلو د غور غوښتنه کړې وه. ټاکل شوې په افغانستان کې د مېشتو امریکايي ځواکونو شمېر د روان کال تر وروستیو پورې ۵۵۰۰ تنو ته راټیټ په راتلونکي کال تر پایه ټول امریکايي ځواکونه ووخي.