هند: تل به د افغانانو تر څنګ ودرېږو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63316
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-03-05

د هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وايي هېواد یې په افغانستان کې له رامنځته شویو پرمختګونو خوشاله دی او تل به د افغانانو تر څنګ ودرېږي. ډاکټر اس جى شنکر له ولسمشر غني سره په کتنه کې ویلي هېواد يې په دې وروستيو کې له افغانستان سره د بشري وړتيا د پراختيا په برخه کې ډېرې مرستې کړې او دغه مرستې به په راتلونکي کې هم دوام ومومي او د دې ترڅنګ به له افغانستان سره د کانونو د راسپړنې په برخه کې هم مرسته وکړي. دی ویلي افغانستان او هند له ډېرو کلونو راهيسې له يو بل سره تاريخي او نږدې ملګري پاتې شوي اودغه اړيکې به دوام وکړي.