زنزیریزه غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63437
ایوب دل یار
دخبریدو نیټه : 2015-03-20


 راځی چی سره یو شو یو ګلشن جوړه وو
 افغانان به ښایسته ښکلی وطن جوړه وو

 راځي چی سره یو شو یو مو دین یو مو ایمان ده
 جوړه به ورور ولی کړو چی په څه مو دا خفګان ده ولی هر غریب پکی اخته په ویر د ځان ده

 ورکی د جګړي شی راځی امن جوړه وو
 افغانان به ښایسته ښکلي وطن جوړه وو

 ورکی د تیاري د جهلت په رڼا ګانو شی
 خونی د پری ړنګی دوطن په دشمنانو شی
 ارمان په وینو رنګ به مو پوره د شهدانو شی

 ظلمونو د ظالم ته به کفن جوړه وو
 افغانان به ښایسته ښکلی وطن جوړه وو

 ظلمونو مندی بوری ماشومان یی یتیمان کړل
 ډیری ښځي کونډی او ځوانان یی شهدان کړل
 ولی د بی وسه بی کهناه کورونه وران کړل

 هیڅوک به ایرغل نکړی یو څیښتن جوړه وو
 افغانان به ښایسته ښکلی وطن جوړه وو

 هیڅوک به سر جک نکړی که راجمع پښتانه شی
 پټي په پرده کی به بی کوره زنانه شي
 نړی د ننګیالو ته به حیرانه زمانه شي

 ایوب دلیاره حقیقت به دا ګفتن جوړه وو
 افغانان به ښایسته ښکلی وطن جوړه وو