فضل الغني شرح قدوري ۳ سبق

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63441
علامه ابوالفضل دامت برکاته وطالت حياته،
دخبریدو نیټه : 2015-03-21

فضل الغني شرح قدوري ۳،سبق . علامه ابوالفضل دامت برکاته وطالت حياته، (کتاب الطهارةِ) پوسه چي ددغه لفظ درې ډوله ماناکولاي سې،اول داسي : (کتا ب) کتاب ( الطهارة) دپاکئ،ياداوداسه. دوهم داسي : «کتاب »داکتاب«الطهارة» دپاکئ دی ،ياداوداسه دئ، دريم داسي : (کتاب )کتاب «الطهارة»دپاکئ ياداوداسه، ،دادی،«هغه بيان چي هرڅوک په پوهېږي»،پوسه چي دطهارة،لفظ چي دطاپه زورسره ووايې نووپاکي ياواوداسه ته ويل کېږي اوچي دطاپه پيښ سره يې ووايې نووهغه اوبوته ويل کېږي چي داوداسه په لوښي کي له اوداسه څخه پاته سي اودطاپه زېرسره وهغه اوبوته مثلاويل کېږي چي سړی اودس مثلا په کوي ،«تفصيل اوعلمي تحقيق دطالب اوملادپاره)پوسه چي طهارت اواودس دلمانځه دصحت اورواوالي دپاره شرط دۍ،بې له اوداسه اوبې تيممه لمونځ کول ندي روانوپه دې وجه دلته په يوڅومسئلوځان پوهول ضروردي،[اوله مسئله]که يوسړی په داسي حالت کي واقع سوچي نه اوبه ورسره وې چي اودس په وکړي اونه داسي شي ووچي تيمم وهل په صحيح کېدی اووخت دلمانځه باندي راغی نوداسړی به څه کوي؟ داسي حالت په پخواکي که څه هم نادرووخواوس په هوايي جهازکي داحالت په ډېروالي سره منځ ته راځي ،:په دې مسئله کي دمجتهدينوامامانوترمنځ سخت اختلاف موجوددۍ چي تفصيل يې دادۍ «۱»دامام صاحب رحمه الله تعالي مسلک دادۍ چي دغه سړۍ به لمونځ په دغه حالت کي نکوي بيا چي کله يي اوبه پيداکړې نودلمانځه قضابه راوړي«۲»امام مالک رحمه الله تعالي ويلي دي چي دغه سړي به په دغه حالت کي هم لمونځ نکوي اوبيايي قضاهم نسته «۳» دامام شافعي اصح قول دادۍ چي دغه سړی به په همدغه حال دبي اودسي کي هم حتمالمونځ کوي اوبيابې قضاهم راوړي له امام شافعي صاحب څخه په دې باره کي څلورروايتونه راغلي دي «۴» امام ابويوسف اوامام محمدرحمهاالله تعالي ويلي دي چي په دغه حال کي به لمونځ نکوي خوتشبه بالمصلي به کوي په دې ډول چي چي بې له نيت تړلواوبې له قرائته به مخ پرقبله درېږي اوقيامه اورکوع اوسجده به کوي دارنګه ناستې اوقومه اوجلسه به بي له ويلوديوشي کوي اوبيابه قضاددغه لمانځه راوړي امام صاحب هم ددو ی وقول ته رجوع کړیې ده اوداقول مفتي به هم دۍ اوداقول له شريعت سره ډېربرابردی ځکه په شريعت کي داسي مثالونه سته چي يوسړی پريوه عبادت قادرنه وي نوهلته دی په تشبه امرسوی وي دمثال په ډول يوهلک دروزې په مياست کي غرمه ياڅاښت مثلابالغ سوياکافرپه دغه وخت کي مسلمان سونودلته خوددغي ورځي روزه حقيقة دی نسي نيولای نودی به تشبه بالصائم کوي شي به ترماښامه نه خوري ،دارنګه له يوه سړي څخه حج فاسدسونوکه څه هم حج خودده له لاسه ووتی خودی به پاته مناسک دحج دحجيانوپه ډول اداکوي تشبه بالحجاج به کوي،[دوهمه مسئله،مسئله دبناءده په لمانځه کي]پوسه چي زموږدامام اعظم رحمه الله تعالي دامذهب دۍ چي که يوسړی په لمانځه کي بې اودسه سونوپه پټه خوله دي ولاړسي اواودس دي وکړي اوبيرته دي راسه هغه پاته لمونځ وکړي اوهغه حصه دلمانځه چي تربي اودسه کېدوله مخه يي اداکړيې ده نوهغه راګرزېدل نه غواړي ودغه ته بناويل کېږي ځکه چي دغه وروسته حصه پرمخکي حصه بناسوه،نوپه دې وجه زموږپرمذهب باندي داسي اعتراض سوی دۍ چي اودس اوطهارت په اتفاق دعلماوودلمانځه دصحت دپاره شرط دۍ نوپه لمانځه کي چي سړی بې اودسه سي اوبيادی داوداسه ترځايه ځي اوبيا اودس کوي نودغه وخت خوستاسي په مسلک دلمانځه جزدی اوسره له دې په دغه وخت کي دغه سړی بي اودسه دۍ ددې سوال جواب په دې ډول ورکړسويدی چي دا وخت دلمانځه جزموږنه بولو،بيانوبيرته سوال سويدۍ چي که دغه وخت تاسي دلمانځه جزنه بولۍ نوپه دغه وخت کي خبري کول ولي روانه بولئ اودارنګه نوبياخوداعمل کثيردی نوبايدلمونځ په فاسدسي ددې سوال جواب په دې ډول ورکړسويدی چي په دغه عمل کثيرسره لمونځ فاسدنه بلل اودارنګه په دغه وخت کي خبري روانه بلل په دې دواړوسره موږپرخلاف دقياس قول کووپه وجه ددې حديث چي[من اصابه قيئ اورعاف اوقلس اومذي فلينصرف فليتوضأ ثم ليبن علي صلوته وهوفي ذالک لايتکلم،لفظه لابن ماجه ص۸۵،بياسوال سويدی چي ددې حديث ټولطرق اوسندونه ضعيف دي،ددې سوال په متعددووجهوسره جواب ورکړسوی دۍ ،اول په دې ډول چي ددغه حديث په ډېرولارواوسندوسره روايت سوی دی اوضعي ف حديث چي په ډېروسندوسره روايت کړسي نوحسن لغيره ګرزي اودليل په نيول کېږي،دوهم جواب په دې ډول ورکړسوی دی چي ددغه حديث موصوله سندونه که څه هم ضعيف دي خوددغه حديث په مصنف دعبدالرزاق کي اوپه دارقطني کي اوپه علل دابن ابي حاتم کي له ابن ابي مليکه څخه مرسلا روايت کړی دی اوسنديي صحيح دۍ اومرسل دامام صاحب بلکه دجمهوروپه نزد هم حجت دی ،دريم په دې ډول جواب ورکړسوی دی چي له متعددوصحابه کراموڅخه دمذکورحديث مضمون موقوفاثابت دی ) انظرمعارف السنن ص۳۰تا۳۳ودرس ترمذي ج۱ص۱۵۶تا،۱۵۸» پوسه چي دترکيب په اعتبارد«کتاب الطهارات»په لفظ کي څلوراحتماله دي ،اول داچي مبتدي سي خبريې محذوفه سي ،دوهم داچي خبرسي مبتدايې محذوفه سي چا اول بهتربللی دی ځکه مبتدا رکن اعظم دی نوترزياته بايدحذف نسي اوچادوهم اولي بللی دی ځکه چي خبرمحط دپائدې دۍ،اي:کتاب الطهارات هذااوهذاکتاب الطهارة ، دريم احتمال دادی چي موقوف سي پرسکون پروقف داسماءومعدوده وو بياله وجي دالتقادساکنينومفتوح په نقل دحرکت دهمزه وصلي سره سي اويامکسورپه قاعده دالساکن اذاحرک حرک بالکسرسره سي څلرم داچي منصوب سي په فعل محذوف سره ای خذکتاب الطهارة..