په امریکا کې د سعودي عربستان سفیر وايي ،چې هیواد یې په یمن کې د شیعه حوثي اورپکو پر ضد پوځي عملیات پیل کړي دي . عادل جوبیر وویل ،چې سعودي عربستان دغه اقدام د یمن د مشروع ولسمشر د دفاع په موخه کړی دی .حوثي جنګیالیو په دې وروستیو کې چټک پرمختګ کړی دی او د دغه هیواد ولسمشر یې له پلازمېنې صنعا نه تیښتې ته اړ کړی دی .