یاغیانو په غزني کې ۸ملکیانو ته مرګ ژوبله واړوله

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63487
سید سلام
دخبریدو نیټه : 2015-03-26

د غزني په دهيک ولسوالۍ کې د توغول شوې هاوان مرمۍ له امله دوه ماشومان وژل شوي او يوه مېرمن او پنځه ماشومان ټپيان شوي دي.د غزني د سرپرست والي وياند شفيق ننګ، وويل، چې پرون د غزني د دهيک ولسوالۍ د علي کلا په سيمه کې، وسله والو طالبانو غوښتل چې د ملي اردو پر ځواکونو د هاوان مرمۍ وتوغوي، خو هغه پر يوه کور لګېدلې ده.چې په کې دوه ماشومان وژل شوي، پنځه ماشومان او يوه مېرمنه ټپيان شوي دي.د يوه بل خبر له مخې، د فارياب په قيصار ولسوالۍ کې ١١ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.په فارياب کې د ٢٠٩ قول اردو د لومړۍ لوا وياند جګړن محمد رضا رضايي، وويل، د قيصارولسوالۍ په مربوطاتو کې د پيل شويو عملياتو په ترڅ کې تراوسه پورې ٧ طالبان وژل شوي او ٤ تنه نور ټپيان شوي دي.