د هرات امنيتي چارواکي وايي چې تېره شپه په انجيل ولسوالۍ کې يوه ځوانه ښځه د خپل خاوند له خوا د چاکو پر ګوزارونو وژل شوې ده.د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالرووف احمدی وويل پېښه ددې ولسوالۍ په مسلخ کمپ سيمه کې شوې او وژونکى يوه بله ښځه هم لري.د هرات د امينه قوماندانۍ وياند زياته کړه چې ددې وژنې په تور يې خاوند او ددې کس دويمه ښځه نيولي دي.