دهلمند دګرمسېر ولسوالۍ چارواکې له دندو لري شوي دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63500
سید سلام
دخبریدو نیټه : 2015-03-27

د هلمند د والي مرستيال وايي، چې د ګرمسېر ولسوالۍ ملکي او نظامي مسوولين يې د فساد کولو له امله له دندو لرې کړي دي.مرستيال والي محمد جان رسوليار،وويل، چې د ګرمسېر ولسوال ايوب عمر عمري، امنيه قوماندان څارمن توريالى روهي او د ملي امنيت مدير امرالله خان د کوکنارو د کمپاين پرمهال له کروندګرو څخه په دې نوم پيسې ټولې کړي، چې په بدل کې به يې د کوکنار کښت ور پرېږدي او له منځه به يې نه وړي.ده زياته کړه، په دې فساد کې د ولسوالۍ د ټولنيزې شورا يو شمېر مشران غړي هم شامل دي، چې عدلي او قضايي ارګانونه به دا په ډاګه کړي، چې څومره او څنګه يې دا پيسې اخيستې دي.