په تخار،زابل او فراه کې ۹پولیس او یو ملکي وژل شوي دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63503
سید سلام
دخبریدو نیټه : 2015-03-28

په تخار، زابل او فراه ولايتونو کې نهه پوليس او يو ملکي وګړى د نا امنيو په پېښو کې ټپيان شوي دي. د زابل د مرکزي روغتون چارواکي وايي، چې نن شپږ ټپي پوليس ور وړل شوي دي. سرچينې زياته کړې چې يو پوليس په کلات ښار کې د يوې چاودنې له امله ټپي شوى او پنځه نور په شهر صفا ولسوالۍ کې چاودنې ټپيان کړي دي. بلخوا د تخار سيمه ييز چارواکي وايي چې تېره شپه نامعلومو وسله والو د دشت کلا ولسوالۍ بازار ته څېرمه د امنيتي پوليسو پر يوې پوستې بريد کړی چې په پايله کې يې دوه پوليس ژوبل شوي دي. د يو بل خبر له مخې، پرون غرمه مهال د فراه د پشترود ولسوالۍ په برنګک سيمه کې يو سيمه ييز پوليس او د هغه ورور په خپل باغ کې د ماين چاودنې ټپيان کړل.