د دایکندي ۲۰تښتول شوي کسان خوشي شوي دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63504
سید سلام
دخبریدو نیټه : 2015-03-28

د اروزګان چارواکي وايي چې د دايکنډي د کجران ولسوالۍ تښتول شوي ٢٠ کسان خوشې شوي دي. ياد کسان چې له کندهار څخه يې کجران ولسوالۍ ته خوراکي توکي لېږدول درې ورځې وړاندې د اروزګان په چهارچينو ولسوالۍ کې ودرول شول. وسله والو مخالفينو ٢٠ تنه چې موټرچلوونکي او د هغوى کلېنران په کې وو، تر تښتولو وروسته د چهار چينو سرکۍ سيمې ته بيولي وو. د اروزګان د سرپرست والي وياند دوست محمد ناياب وايي ياد کسان پرون ناوخته خوشې شوي او اوس خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.