غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63515
محمدعثمان څولیزی
دخبریدو نیټه : 2015-03-28


 د چــا مینې کــړم تندي پــورې خولې
 تـل دعا بــه مې وتــه ورتــه له خولې
 ای فلکـه دا دې څرنــګ چــارې وکړې
 زه اویــار دې کــړو جلا ولــې ولـې؟
 زمــانصیبه پــه تاڅه ټکــه پرېوتــې؟
 لکه غرق چــې یې اوبــوکــې د ویالې
 زه غمونو کــې یم ډوب دردونــه شمارم
 یار اخته دی څښــي جامــونه او پيالـې
 دخــوښــۍ لپـاره لپه کـړم لاسونــه
 پــه ګانده کــې برابر شــم پــه نالې
 څولیزی