بمي چاودني په ارزګان کې يو ښوونکی وواژه .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63522
لودين
دخبریدو نیټه : 2015-03-29

نن سهار وختي د مرکز ترينکوټ ( د خانقا د صد مردي د کرنو ) په سيمه کې يوې بمي چاودني يو ښوونکی وواژه . دغه ښوونکى عبدالقيوم نوميدی او هغه وخت د چاودني ښکار سو چې سهار مسجد ته د لمانځه دپاره روان وو . د اروزګان ولايت سرپرست امنيه قومندان ګلاب خان د دې پېښي پخلى کوي او زياتوي چې وژل سوى کس ته د کور مخي ته بم ايښودل سوى وو. قوماندان وژل سوی کس ښوونکی نه بلکه عام وګړی بولي ، خو سيمه ايز اوسيدونکي وايې چې د ښوونځي ښوونکی وو . د پيښي مسووليت تر دې مهاله چا په غاړه نه دی اخستی .