د سرحدي وهونکي پوليس نظامي څارنوالي ته معرفي سوي دي .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63526
لودين
دخبریدو نیټه : 2015-03-29

د زابل ولايت مقام هغه پوليس نظامي څارنوالۍ ته ور پيژندلي دي ، چې د دې ولايت د پريس کلب مشر او ازاد خبريال احمد ولي سرحدي يې وهلی ډبولی دی . د زابل مرستيال والي مسعود بختور وايې ، چې د پيښي د څيړني دپاره تحقيقات روان دي او د تحقيقاتو تر بشپړيدو وروسته به وخت په وخت رسنيو ته معلومات ورکوي . د سرحدي سره د پوليسو فزيکي شخړي د ټول هيواد خبريالان په غوسه کړي دي او دا يې د بيان د ازاداۍ په وړاندي بريد بللی دی . احمدولي سرحدي وايې ، چې تيره ورځ د امنيه قوماندانۍ پوليسو د هغه راپور پر سر چې د پوليسو له لوري يې پر يوه شکنجه سوي کس جوړ کړی وو ، سخت تهديد کړی او وهلی ډبولی دی . امنيه قوماندان غلام سخي روغ ليونی پيښه شخصي بولي او وآيې ، هغه کس چې سرحدي يې وهلی ډبولی دی بندي کړی او تحقيقات ورڅخه روان دي .