ترکمنستان له افغانستان سره د خپلې پولې د امنیت په موخه له امریکا مرسته غوښتې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63533
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-03-30

ترکمنستان له افغانستان سره د خپلې پولې د امنیت په موخه له امریکا د مرستې غوښتنه کړې ده. د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندنۍ مشر ویلي چې ترکمنستان له افغانستان سره د خپلې پولې د امنیت په اړه اندېښمن دی.جنرال لیوډ اسټین ویلي چې ترکمنستان له دې ستونزو سره د مبارزې لپاره د امریکايي تجهیزاتو غوښتنه کړې. ده زیاته کړې چې واشنګټن د عشق اباد دغه وړاندیز ته پر مثبت ځواب ورکولو بوخت دی.