افغانستان، هند او ایران ترانزیټي تړون لاسلیکوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63540
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-03-31

په نوي ډیلي کې افغان سفیر وايي په نږدې راتلونکي کې به د افغانستان، هند او ایران ترمنځ دری اړخیز ترانزیټي تړون لاسلیک شي. شیدا محمد ابدالي ټینګار کړی چې د دغه تړون لاسلیک به له افغانستان سره د سوداګرۍ په برخه کې پر پاکستان د هند اتکا کمه او د افغان سوداګرۍ تګلورۍ به بدل کړي. ابدالي زیاته کړې:« د دغه سند مسوده چمتو شوې ده، مهم او پام وړ ټکي مشخص شوي او موږ د دې د نهايي کېدو او په تهران کې یې لاسلیک ته منتظر یو. دا مسیر به افغانستان او هند په مستقیم ډول سره ونښلوي.» هند تېر کال د چابهار بندر د پراختیا لپاره ۱۰۰ میلیونه ډالره ځانګړي کړل. دغه بندر ۷۲ کیلومتره د ګوادر او زر کیلومتره د کراچۍ له بندره افغانستان ته نږدې دی. ویل کېږي چې د ترانزیټ د دری اړخیز تړون په لاسلیک سره به د پاکستان پر بنادرو د افغانستان او هند اتکا کمه شي. ابدالي هم ویلي:« د دغه تړون لاسلیک به د پاکستان پر بندرونو د هند اتکا کمه او د افغانستان د سوداګرۍ مسیر به بدل کړي.» افغانستان چې یو وارداتي هېواد دی، د وارداتو په برخه کې د پاکستان پر لارو متکي او له همدې کبله ډېر کله ستونزو سره هم مخ کېږي. د ترانزیټ په برخه کې د پاکستان له لوري افغان سوداګرو ته تر پرله پسې ستونزو جوړولو وروسته افغان حکومت د بدیلو لارو په هڅه کې شو، چې پر چابهار سربېره نوي حکومت د شمال له لارې له چین سره د نښلول کېدو هڅې هم پیل کړې دي.