په کندهار پوهنتون کې دننه چاودني د سره صليب يو کارکوونکی ټپي کړ .
چاودنه نن تر غرمې مخکي شاوخوا يوولس نيمي بجې د دې پوهنتون د کرهڼي او مالدارۍ د پوهنځي دروازې ته نژدې وسول د کندهار د والي وياند صميم خپلواک د پيښي د پخلي تر څنګ وايې چې ماين مقناطسي وو او چا ته يې مرګ ژوبله نه ده اړولې ، خو يوه باوري سرچينه وايې چې په پيښه کې د سره صليب يو کارکوونکی چې پوهنځي ته د کوم کار دپاره ورغلی وو ټپي سوی دی .
د والي وياند د پيښي د پلټني دپاره د جدي څيړنو خبر ورکوي .
د پيښي مسووليت تر دې مهاله چا په غاړه نه دی اخستی .