غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63593
انور کاکړ‎
دخبریدو نیټه : 2015-04-04

 

څنګه به ځان درڅخه ټول کاندي چی زړه نه لري
 څوک چی یوه شیبه هم زغم د بیلتانه نه لري
 سپرلی خو دلته د ګلانو غوړیدو ته راځي
 هغه د ځان سره په پنډه کي رانجه نه لري؟
 دا تماشه ددې موسم خو روغی سترګي غواړي
 خو دلته خلک لا هغسي دي باڼه نه لري
 موري ته چیرته یې ، وه موري!ستا دعا چیرته ځي
 ژوند می بې میني سرته ورسید خواږه نه لري
 یو څوک د وچي ویالې غاړې ته له تندي مړ شو
 یو څوک په دومره شته سیندونو کي اوبه نه لري
 خدایزده چی څوک به وی زما پرې د انور ګومان شو
 یو څوک په لاره کی مړ شوی دی او زړه نه لری