د کورنیو چارو وزارت ۷۰ سلنه کارکوونکي بې سواده دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63722
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-04-22

د ملګرو ملتونو عملي او فرهنګي څانګه وايي په افغان ځواکونو په ځانګړي ډول پولیسو کې د بې سوادۍ کچه خورا لوړه ده. د یونیسکو شمېرې ښيي چې د کورنیو چارو وزارت ۷۰ سلنه کارکوونکي بې سواده دي. بلخوا د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د پولیسو په لیکو کې د باسواده خلکو د زیاتوالي لپاره یې هڅې پيل کړې دي. د دغه وزارت یوه مرستیال ویلي چې تر ۲۰۱۶ کال پورې به ۱۳ زره افغان پولیس سواد زده کړي.