تښتول شوي ۱۹ ماین پاکوونکي خوشي شول

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63725
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-04-22

چارواکي وايي، وسله والو هغه ١٩ ماين پاکان خوشي کړي چې څلور ورځې وړاندې يې په پکتيا کې نيولي وو. د پکتيا امنيه قوماندان پاسوال زلمي اورياخېل ویلي ماين پاکان د دولتي چارواکو په هڅو او د قومي مشرانو په منځګړيتوب خوشي شوي دي. د اورياخېل په خبره، تښتوونکو ماين پاکان زرمت ولسوالۍ ته وړي وو او پرون ماسپښين دوه بجې راخوشي شوي دي. دغو کسانو د سټارلېنګ په نوم د ماين پاکۍ له يوې موسسې سره کار کاوه.