عبدلکریم متین: د پولې پورې غاړې څخه وسله وال په مرمۍ ضد موټرو کې راځي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63726
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-04-22

د پکتیکا والي وايي د ډیورېنډ له کرښې په مرمۍ ضد موټرو وسله وال د افغانستان خاورې ته راځي. عبدلکریم متین وايي کره معلومات لري چې دغه وسله وال د پکتيکا د ولسواليو له لارې د افغانستان نورو ولايتونو ته ځي. والي زیاتوي، د هرې يوې ډلې لباس او نښان له بلې سره توپير لري؛ خو په پرمختللو، درنو، سپکو وسلو او نورو تجهيزاتو سمبالې وي، چې زياتره يې د مرمۍ ضد موټر هم لري. متين وايي، د دغو کسانو په منځ کې په وسلو سمبالې مېرمنې هم ليدل شوې او هرځای، چې د دمې زمينه ورته برابره شي، هلته خيمې لګوي او د جنراتورونو د برېښنا په وسيله له شته امکاناتو کار اخلي.