مجاهد: د سولې عالي شورا په تشکیل کې باید سولې ته لېوال کسان وګومارل شي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63733
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-04-23

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، افغان حکومت باید د سولې شورا په نوي تشکیل کې سولې ته لیواله کسان په دندو وګماري. د دې شورا مرستیال عبدالحکم مجاهد وايي، دا مهال د دې شورا یو شمېرغړي د یوې سیاسي حل لارې ته د رسیدو په برخه کې تل ستونزې رامنځته کوي. مجاهد همدارنګه زیاته کړه چې تردې وړاندې د سولې د بریالیتوب لپاره سیاسي ارادې شتون نه درلود، ځکه د شورا یو شمېرغړي په خپله د دې بهیره ملاتړنه کوي.