هره میاشت ۵۰ زره افغانان له ایرانه نورو هېوادونو ته ایستل کیږي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63734
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-04-23

د آسوشیتید پرس د رپوټ له مخې هره میاشت د پنځویشت زرو په شاوخوا کې افغانان له ایران نه بیرته یو داسې هیواد ته ایستل کیږي چې هغوی یې په مشکله پیژني او راتلونکې یې هلته نامعلومه ده.د مهاجرت د نړیوال سازمان چارواکی متیو ګریډن وايي چې له ایران نه په سلو کې تر لس پورې ستنیدونکي کسان آسیب پذیره ماشومان دي چې د دیارلسو او اوولسو ترمنځ عمرونه لري او په آسانۍ سره د انساني قاچاق کوونکیو ښکار کیږي.هغه وویل " له شلو زرو نه تر پنځویشتو زرو کسانو پورې خلک ایستل کیږي او نږدې دیرش زره نور یې په طبیعي توګه ستنیږي.