د نیم جرېب ځمکې پر سر شخړې کې ۳ تنه وژل شوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63737
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-04-23

د پکتيا په څمکنيو ولسوالۍ کې د نيم جرېب ځمکې پر سر د تره زامنو له يو بل سره نښته کړې، چې له کبله يې درې تنه وژل شوي او يو بل ټپي دی. د پکتيا سرپرست والي عبدالولي سهي وايي، نښته اوس پای ته رسېدلې او دوی له قومي مخورو سره د لانجې د هواري په اړه خبرې کړې دي، چې په وينا يې د مخامخ نښتې وېره نوره نشته. دا لومړی ځل دی، چې رسنۍ د نیم جریب ځمکې پر سر د جګړې له امله د څلورو تنو د مرګ ژوبلې خبر خپروي.