په زابل کې ترافيکي پيښي ۱۶ تنو ته مرک ژوبله واړول .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63749
لودين
دخبریدو نیټه : 2015-04-25

د کندهار ـ کابل پر لويه لار د زابل په مرکز کلات کې د ترافيکي پيښي له امله څوارلس تنه ټپيان سوي دي او دوه تنه وژل سوي دي . ترافيکي پيښه نن غرمه مهال يوه نيمه بجې د ملکي خلکو د ټونيس او ملي اردو د موټرونو د ټکر له امله د کلات اړوند د جلدک په سيمه کې رامنځ ته سول. د زابل امنيه قوماندان جنرال ميرويس د پيښي پخلی کوي او د لمړنيو معلوماتو له مخي ياده مرګ ژوبله تايدوي . نوموړی وايې ، چې سيمي د ترافيکو د بررسۍ ډله تللې ده او وروسته به نور معلومات د رسنيو سره شريک کړي .