داعش ډلې په سوریه کې د جسير الشغور ښار نيولی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63751
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-04-26

فعالان وايی اسلامي دولت ډلې د سوريې په شمال ختيځ کې د جسير الشغور ښار نيولی. ويل کېږي په ادلېب ولايت کې د حکومت تر ولکې لاندې دا اخرينی لوی ښار و. دا قواوې چې القاعده او النصره ډله يې ملګرتيا کوي د تېرې پنجشنبې پر ورځ پر ښار بريد پيل کړ. د دولتي رسنيو په وينا پوځ له ښاره بهر ځای پر ځای شوی چې ملکې وګړو ته مرګ ژوبله وانه وړي. لندن مېشتي د سوريې د بشري حقونو څاروونکي وايي دولتي ځواکونه تښتېدلي.