ولسمشرغني: له دې وروسته به د کابینې په هره غونډه کې یو ساعت پر اقتصادي مسائلو بحث کوو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63754
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-04-26

ولسمشر اشرف غني وايي تر دې وروسته به د کابینې په هره غونډه کې یو ساعت یوازې پر اقتصادي او سوداګریزو مسائلو بحث ته ځانګړی کړي. ولسمشر له سوداګرو او پانګوالو سره په کتنه کې ویلي چې افغانستان باید خپله سوداګري د بازار له اړتیا سره سمه قانوني کړي او افغان سوداګرو ته انګېزه ورکړل شي چې پر صنعتکارانو بدل شي. په دې کتنه کې نوموړي ټینګار کړی چې د لوړ توناژ په تلو کې باید د وزیریانو، وکیلانو او نورو حکومتي چارواکو خپلوان پر دندو و نه ګومارل شي. ده ویلي که په ګومارنو کې د سیاسي مداخلو مخنیوی ونه شي د هېواد خصوصي سکټور پر پښو نه شي درېدای.