په زابل کې بمي چاودني دري ملکي کسان ووژل.

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63760
لودين
دخبریدو نیټه : 2015-04-27

د زابل ولايت په سيوري ولسوالۍ کې پنځو ملکي کسانو ته مرګ ژوبله واوښتل . دا پېښه تېره ورځ مازيګر مهال د يادي ولسوالۍ په اور ګډ سيمه کې سوي ده. د زابل د سيوري ولسوالۍ امنيه قومندان همايون ګلزار وايې چې تېره ورځ په نوموړي سيمه کې په يوه کور کي دننه بم چاودنه سوي ده. هغه وايې چې په دي چاودنه کي دري تنه ملکي کسان وژل سوي او دوه تنه نور ټپيان سوي دي. همايون ګلزار وايې چې ددي رامنځته سوي پېښي په اړوند پلټني پيل سوي دي ترڅو د پېښي اصلي علت معوم کړي. تر اوسه کومي ډلې د دي پېښي مسووليت په غاړه نه دی اخستی .