د فرخندې په قتل کې په ښکلتیا تورن کسان نن په علني ډول محاکمه کېږي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63803
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-05-01

د کابل ښار د دریمې امنیتي حوزې د محاکمو مشر وايي د محاکمې پر مهال به عدالت تامین شي او د هغو کسانو نومونه به هم افشا کړي چې په دې قضیه کې ښکېل دي خو تر اوسه پټ پاتې شوي دي. ٢٧ کلنه فرخنده د تېرکال د کب مياشتې په ٢٨ مه نېټه د کابل د شاه دو شمشېره جومات مخې ته د يو شمېر کسانو له لوري له وهلو ډبلو وروسته ووژل شوه، چې بيا يي د يادو کسانو له لوري مړي ته اور ورته کړل شو. د فرخندې د قتل په اړوند د پوليسو د ١٩ منسوبينو په ګډون ٤٩ کسان نيول شوي دي.