د هایپوکرات سوګند

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63850
ژباړه او چمتو: ډاکټر ظهیر
دخبریدو نیټه : 2015-05-07


 

هغه کسان چې له طب څخه فارغېږي، يوه خورا درانه مسووليت ته اوږه ورکوي.
د طيب په نړۍ کي دوست، دښمن، خپل او پردی ځای نه لري، بلکې طبيب بايد له هر ناروغ سره يوازې د يوه انسان په توګه چلند وکړي.
دغه اصل ته د جدي پاملرنې په موخه، په نوره نړۍ کي له طب څخه تر فارغېدو وروسته، طبیب ته لوړه (د هايپوکرات سوګند) ورکول کېږي چي ورته تر ټاکل شويو کرښو به، پښه نه اړوي.
په افغانستان کي د دغې لوړې د رواجېدو او دغې برخې ته د پام وراوښتو په موخه د طب هايپوکرات سوګند پښتو کوم.
- زه سوګند یادوم چي د لاندي ژمنې په تر سره کولو کي به خپل ټول وس او هر اړخیز قضاوت کاروم.
- زه به د خپلو هم مسلکانو پوهنیزو لاسته راوړنو ته درناوی لرم او خپله پوه به د دغه مسلک له یونپلو سره شریکوم.
- د ناروغ د ګټې او روغتیا لپاره به ټول اړین ګامونه اخلم. د بې‌ځایه درمنلي او درملیز نهیلیزم مخنیوی به کوم.
- زه به دا یاد ساتم چي طب او همدارنګه ساینس ځیرکۍ ته اړتیا لري؛ خواخوږي، زړه سوی او خبري اتري باید د جراح د تېغ څوکه پڅه او یا د فارمسيسټ درمل بې اغېزې نه کړي.
- زه به د دې په ویلو و نه شرمېږم چي «زه نه پوهېږم»، د اړتیا پر مهال به د ناروغ د ژوند په ژغورلو کي هیڅکله د ملګرو/ هم مسلکانو له مرستي مخ و نه ګرځوم.
- زه به تل د خپلو ناروغانو محرمیت ته درناوی لرم؛ د دوی هغه ستونزې چي زما اړوندې نه وي، اګر که درسته نړۍ ورباندي خبره وي. په ځانګړې توګه د مرګ او ژوند په مسایلو کي تر وسه وسه پام کوم. که یې ما ته را کړل تر څو ژوند ورباندي وژغورم؛ ور څخه مننه! مګر دا به هم زما په وس پوره وي چي ژوند یې واخلم؛ خو دا ستر مسوولیت باید په تواضح او تدبیر سره تر سره شي. په دې سربېره زه به له خدای ج سره چل نه کوم.
- زه به دا په یاد ساتم چي زه د تبي کوم چارټ یا هم د سرطان وده نه درملم، بلکي یو انسان زما ناروغ دی او د هغه ناروغي کېدای شي د هغه کورنۍ او وټییز ځواک ځپي. که چېري زه په سم ډول د ناروغ درملنه کوم؛ زه به له ورته ستونزو سره مخ کېږم.
- د وړې درملني په مټه به د ناروغیو درملنه کوم.
- خپلو همخېلو ته د ټینګي ژمنتیا په پار؛ زه به دا یاد ساتم چي زه هم د ټولني غړی یم.
- که زه خپل سوګند مات نه کړم؛ شونې ده چي له خپله ژوند او مسلکه خوند واخلم. که چېري څوک د درملیزو موخو په پار زما د مسلک اړوندې مرستې ته اړ وي؛ زه به خپله مرسته و نه سپوم.