مخکني ولس مشر حامد کرزي ، د شمشاد نړيوال راډيو ټلويزيون مشر او د سولې د عالي شورا غړی الحاج فضل الکريم فضل ، د پخواني حکومت او اوسني حکومت کابينو ، په ولسي جرګه کې د کندهار او ګاونډيو ولايتونو استازو او زرګونو کندهاري اوسيدونکو د مخکښ مشر او لوی سياستوال عزيزالله واصفي د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړ .
عزيزالله واصفي تيره شنبه په کندهار کې وفات سو او دجنارې مراسم يې هم په کندهار کې تر سره سول .
عزيزالله واصفي د اعليحضرت محمدظاهرشاه او سردار محمد داوود خان له وخته خورا سياسي مبارز پاتی سوی او تل به يې د افغانستان د خلکو د ازادۍ دپاره اواز پورته وه .
هغه د محمد ظاهر شا ه د واکمنۍ پر مهال لومړى په ولسي جرګه کي د کندهار د خلکو استازى، بيا د ننګرهار والي، همدا راز د کرهڼي او مالدارۍ وزير او بيا د لويې جرګي عمومي ريس ټاکل سوى وو.
عزيز الله واصفي د بن په کنفرانس کي لويه ونډه درلوده او همدا راز يې د ولسمشر حامد کرزي د حکومت پر مهال هم زيات رول درلودى.
نوموړی د افغانستان نه بهر اوسيدی او تيره شنبه کندهار ته په را رسيدو سره سمدستي وفات سو او جنازه يې په کندهار کې خاورو ته وسپارل سول .
د نوموړي د فاتحي په مراسمو کې د کندهار د زرګونو اوسيدونکو او ځايي مسوولينو تر څنګ مخکني ولس مشر حامد کرزي ، د شمشاد نړيوال راډيو ټلويزيون مشر او د سولې د عالي شورا غړي الحاج فضل الکريم فضل ، د زړې او نوي کابيني يو شمير غړو او په ولسي جرګه کې د کندهار او ګاونډيو ولايتونو استازو ګډون کړی وو .
د فاتحې برخوالو ارواښاد واصفي ته د مغفرت دعاګاني وکړي او د هغه کورنۍ ته يې تسليت ووايه .
د کندهار قومي مخورو عزيزالله واصفي يو مخکښ سياسي شخصيت وباله او د هغه مړينه يې لويه تشه ياده کړل .
د ارواښاد زوی عزت الله واصفي فاتحې ته د ورغلو برخوالو مننه وکړل او زياته يې کړه چې ټوله کورنۍ به د خپل ارواښاد پلار لاره تعقيب کړي .
د نننۍ فاتحې د مراسمو دپاره په ټول کندهار کې کلک امنتي تدابير نيول سوي وه او د مراسمو ځای ته تللې لاري د نقليه وسايطو پر مخ بندي وي .
دا په تيره يوه مياشت کې دوه ځل دی ، چې حامد کرزی کندهار ته سفر کوي ، تير سفر يې شخصي وو او موخه يې د خپلي کورنۍ د غړو سره ليده کاته وه .