د ملي تلويزيون له مشر نه مو دا تمه نه لرله !؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 6396
افغاني کلتوري ټولنه – هالنډ
دخبریدو نیټه : 2006-04-02

وخت په وخت مو له بېلابېلو رسنيو څخه دافغانستان دملي راډيو تلويزيون  په خپرونو کي دپښتو ژبي سره د مور او ميرې دسلوک په اړه خبرونه ، راپورونه ، او نيوکي لوستلي او اورېدلي دي .

کله چي مو خپله هم دافغانستان دملي راډيو تلويزيون خپروني اورېدلي دي نو څرګنده شوې ده چي ددوی په خپرونو کي د پښتو ژبي سره دنامناسب چلند په اړه د سرټکوونکو نيوکي اواندېښنې پر ځای دي .

په دې وروستيو کي  مو د افغانستان د راډيو تلويزيون دمشر نجيب روشن په اړه په ټول افغان ويبپاڼه کي هغه ليکنه ولوستله چی المان ته د خپل سفر پر وخت يې  د المان ږغ  تلويزيون مسولينوته مشوره ورکړې وه چي دفټبال دنړيوالو اتلوليو دلوبو پر وخت دي المان ږغ ټلويزيون  د افغانستان له پاره  (يوازي په پارسي ژبه ) خپروني وکړي ، موږ  دنوموړي داڅرګندوني د بېلتون او نفاق پر لور يوګام بولو .

 

موږ د افغانستان دمشرانو جرګې او  ولسي جرګې له درنو غړو  او په ځانګړې توګه د افغانستان دمشرانو جرګې او د افغانستان داساسي قانون دلويي جرګې   له دروند مشر جلالتماب حضرت صاحب صبغت الله مجددي څخه په ډېر درنښت هيله کوو چي د افغانستان دملي يوالي دساتني او په هالنډ کي دمېشتو افغانانو داندېښنې ليري کولو لپاره له هغو کسانو چي  له دولتي واک څخه ناوړه ګټه پورته کوي او ملي بېلتون ته لاره هواروي ، پوښتنه ګروېږنه وکړي .

 

په درنښت

افغاني کلتوري ټولنه – هالنډ

امستردام    ۲-۴-۲۰۰۶