هندته کورودانی ویل!‏

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63976
محمدسرور وکیلي
دخبریدو نیټه : 2015-05-20

زه دیوه افغان پښتون په صفت دهند له دولت څخه او دهغو د طبیبانو
 څخه د زړه له کومي مننه اوخوښنه کوم او کور ودانی وایم، چي دوی دیوه
 افغان د دوو لاسو دلګولو په برخه کې خورا فوق العاده جراحي عملیات
 په بریالیتوب سره سرته رسولی دی . دغه کار په نړۍ واله کچه بې ساري
 دی . زه او زما کورنې بیا هم دزړه له کومي تشکر کوو او کور ودانی وایو .
خو پاکستان زموږ ګران سهلي ګاونډي ته وایم :
که هند راکټي آزموینه کړې وای خو تاسو سمدلاسه په ساریزه توګه غبرګون ښوو.
که اوس د دغه کار په وړاندي غبرګون ښکاره کۍ هم جهاني شهرت پیداکوۍ اوهم به مو په نړۍ کي نوم لوړسي . په دراناوۍ له جرمني څخه