(فضل الغني پښتوشرح قدوري .۱۱،سبق

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63997
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل افغانی کان الله تعالی له
دخبریدو نیټه : 2015-05-22

(وَ) او ( الْمَفْرُوضُ) هغه چي فرض سویدی (فِي )په (مَسْحِ) مسحه کي ( الرّأْسِ ) دسر ( مِقْدَارُ) اندازه ده ( النَّاصِيَّةِ ) دنزلې (وَ) او ( هُوَ ) دغه ، يعني دغه اندازه دنزلې ( رُبْعُ ) څلورمه حصه ده ( الرَّأْسِ ) دسر ( لِمَا) له وجي دهغه ( رَوَي ) چي روايت کړئ دی ،دهغه ،( الْمُغَيْرَةُ ) مغيره (ابْنُ) چي زوۍ دی ( شُعْبَةَ ) دشعبه ( أَنَّ ) ددې ، يعني ددې روايت يې کړي دي چي ( النَّبِيَّ) نبي کريم (صلي الله تعالي عليه وآله وسلم ) ( أَتَي ) راغلئ ( سُبَاطَةَ ) دجاروکښ اچولوځای ته( قَوْمٍ ) ديوه قوم ( فَ) بيا يې ( بَالَ ) بولي وکړي ( وَ ) او ( تَوَضَّأَ ) اودس يې وکړ ( وَ ) او (مَسَحَ ) مسحه يې وکړه (عَلَي ) پر ( النَّاصِيَّةِ) نزلې باندي , ( وَ) او ( خُفَّيْ ) پر دوو موزو باندي ( هِ ) دده ، صلي الله تعالي عليه وآله وسلم .يعني دسرپه مسحه کي نه دافرض دی چي پرټول سربه سړي مسحه کوي لکه امام مالک صاحب رحمه الله تعالي چي وايي اونه داسي ده چي په هرقدردسرچي مسحه وکړي نوکفايت کوي بلکه مسحه دسريوه معلومه اندازه لري چي هغه څلرمه حصه دسرده،دليل ددې خبري هغه حديث دی چي له مغيره صحابي څخه يي روايت سويدی چي په هغه کي راغلي دي چي نبي عليه الصلوة والسلام په ابداسه کي پرناصيه باندي مسحه وکړه چي هغه دسرڅلرمه کېږي،تفصيل ،دملااوطالب لپاره»دلته په يوڅوخبروسرخلاصول په کاردۍ«۱» سرڅلورحصې ده،اول نزله چي له ککرۍ څخه ترتندي پوري دسردمخ حصه ده،«۲»څټ چي دسردشا حصه ده«۳»راسته ټېک «څلرم »چپه ټېک»«دوهمه خبر»مصنف رحمه الله تعالي دمقدارلفظ زيات کړيدۍ اوداسي يي ندي ويلي چي،الناصيةُ»له پاره داشارې ودېته چي په مسحه کي پرمقداردنزلې مسحه کول فرض دي که پرهره خوادسروي نه خاص پرناصيه باندي .