ولسمشر غني یو افغان پیلوټ وستایه او یو کور يې ورکړ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64016
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-05-23

ولسمشر او د وسله وال پوځ اعلی قوماندان محمد اشرف غني د هېواد د هوايي پوځ د پيلوټ قلندرشاه پوځي خدمتونه وستايل او هغه ته يې د يو باب اپارتمان کيلي ورکړه. د ملي د ملي دفاع وزارت چارواکو د ولسمشر او د وسله وال پوځ د اعلی قوماندان د لارښوونې له مخې، د هوايي پوځ پيلوټ قلندرشاه، چې د غور ولايت په چارسدې ولسوالۍ کې يې په پوځي مهارت سره د دښمن مورچلونه له منځه وړي او درانه زيانونه يې ورته اړولي وو، ولسمشرۍ ماڼۍ ته د مکافاتو لپاره ور پېژندلى و.د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ولسمشر غني له خوا، نن د هغه د خدمتونو قدرداني وشوه او د نوموړي د بې کورۍ د ستونزې د حل لپاره يې هغه ته د مکافاتو په توګه يو باب اپارتمان ورکړ.