پر عراقي ځواکونو د امریکا د دفاع وزیر نیوکې غبرګونونه پارولي دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64020
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-05-24

اشټون کارټر په رمادي کې د داعش پر وړاندې د عراقي ځواکونو پر ماتې د نیوکې پر مهال ویلي وو داسې ښکاري چې عراقيان د جنګېدو اراده نه لري. د عراق د پارلمان د امنیتي او دفاع کمېسیون مشر ویلي امریکا هڅه کوي چې د ماتې پړه د نورو پر غاړه واچوي. ده ویلي چې امریکا په رمادي کې عراقي ځواکونه سم نه وو تجهیز کړي او د هغوی هوايي ملاتړ یې هم و نه کړ، خو اوس غواړي چې د ماتې پړه هم پر نورو واچوي. د عراق لومړي وزیر هم ویلي چې د اشټون کارټر خبرو متعجب کړی.