د زابل ځانمرګي بريد د ولايتي شورا ۴ غړي او ۶۷ عام وګړي ټپيان کړل .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64026
لودين
دخبریدو نیټه : 2015-05-25

د زابل د ځانمرګي بريد له امله د ولايتي شورا څلور غړي او ۶۷ تنه عام وګړي ټپيان سول . بريد نن تر غرمې مخکي يوولس بجې د مازدا موټر څخه په ګټي اخستني د ولايتي شورا پر ودانۍ وسو . د زابل د ولايتي شورا رييس عطاجان حق بيان وايې ، چې د بريد پر مهال د ولايتي شورا نوبتي غونډه روانه وه او لسګونه کسان د خپلو عريضو د وړاندي کولو دپاره د ولايتي شورا ودانۍ ته ورغلي وه . نوموړی وايې په بريد کې د ولايتي شورا څلور غړي او ۶۷ تنه عام وګړي چې د شورا تر څنګ د يو شمير دولتي ادارو مراجعين وه ټپيان سوي دي ، چې ۱۷ تني يې ښځي دي . د نوموړي په وينا چې د يو شمير ټپيان ټپونه ژور دي ، چې د درملني دپاره کندهار ته ليږل کيږي . نوموړی وايې ، چې په سيمه کې د شورا ودانۍ او دولتي ادارو ودانيو ته هم سخت مالي زيانونه رسيدلي دي . د زابل ولايت امنيه قومندان مل پاسوال ميرويس نورزى هم د پيښي پخلی کوي او وايې ، چې بريد د مازدا موټر څخه په ګټي اخستني سوی دی . د بريد مسووليت تر دې مهاله چا په غاړه نه دی اخستی او نه يې هم وسله والو طالبانو په اړه څه ويلي دي .