(د تېلو د پاچاهان) په نوم د کتاب پښتو ژباړه چاپ شوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64027

دخبریدو نیټه : 2015-05-25



د دغه کتاب لیکوال امریکایی ژورنالست ډاکټر انډریو سکاټ کوپر دی او پښتو ته افغان ژورنالست عبدالمالک عاصم را ژباړلی دی. 
په کتاب کې د امریکا او خلیجي هېوادونو ترمنځ پر سیاسي، اقتصادي او نظامي اړیکو بحث شوی دی. 
لیکوال هڅه کړې چې په دغه کې کتاب کې دې پوښتنې ته چې امریکا، ایران او سعودي عربستان څنګه په منځني ختیځ کې د ځواک انډول بدل کړ ځواب پيدا کړي. دغه کتاب په ۱۱ څپرکو او ۵۸۰ پاڼو کې د اکسوس کتاب پلورنځي له خوا چاپ شوی دی د (۲۵۰) افغانیو په بدل کې یې له نوموړي کتاب پلورنځي څخه تر لاسه کولای شئ.
پتې:
لومړۍ څانګه: کابل پوهنتون لوېدیځ سړک.
دویمه څانګه: دهبوریو پارک جنوبي دروازې ته مخامخ.
د تلفون شمېرې: ۰۲۰۲۵۰۴۶۵۲-۰۷۹۸۹۸۹۶۹۶
aksosbookstore@gmil.cm
www.aksosbookstore.af
F/aksos book store
اکسوس کتاب پلورنځي تر دې وړاندې هم شاوخوا ۲۰ کتابونه چاپ کړي دي