ملګري ملتونه: د نیپال زلزله ځپلي لا ډیرو مرستو ته اړیتا لري

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64031
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-05-25

په نیپال کې تر سختې زلزلې یوه میاشت وروسته ملګرو ملتونو ویلي چې زیانمن شوي لا ډېرو مرستو او نړیوال ملاتړ ته اړ دي. د ملګرو ملتونو یوه چارواکي ویلي چې لا هم باید په نیپال کې د بیارغونې په برخه کې ډېره مرسته وشي. په دغه زلزله کې تر ۸ زرو ډېر کسان ووژل شول او ډېر نور بې کوره شول.