اوباما له افغانستانه د خپلو جنګي پوځیانو پر ایستولو خوښي څرګنده کړې ده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64032
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-05-25

د امریکا ولسمشر بارک اوباما خوښي څرګنده کړې چې امریکا له افغانستانه جنګي ځواکونه ایستلي او نور امریکايي پوځیان په کومه جګړه کې ښکېل نه دي. اوباما د واشنګټن په لمنه کې د پوځیانو هدیرې ته تللی او د وژل شویو پوځیانو د یاد ورځې د لمانځلو په ترڅ کې یې هغو امریکايي پوځیانو ته درناوی وکړ چې په جګړو کې وژل شوي. اوباما وویل، دا په یوه لسیزه کې لومړنۍ /یاد ورځ/ ده چې امریکايي پوځیان په کومه لویه ځمکنۍ جګړه کې ښکېل نه دي. ده زیاته کړې څو کاله پخوا موږ په افغانستان کې تر یو لک زیات سرتېري لرل. موږ د پاتې عسکرو د راوستلو لړۍ ته لا هم دوام ورکوو او د راتلونکي کال تر پایه یوازې دومره پوځیان پرېږدو چې زموږ د سفارت ساتنه وکړي، خو افغانستان لا هم خطرناک ځای دی. لکه څرنګه چې ډېرې کورنۍ پوهېږي، زموږ پوځیانو خپل ژوند زموږ لپاره په خطر کې اچولی دی.