شېر پاو: پاکستان دې له افغانستان سره په کړو ژمنو عمل وکړي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64049
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-05-27

د خیبر پښتونخوا د قومي وطن ګوند مشر افتاب احمدخان شېرپاو د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې له افغانستان سره پر کړو ژمنو عمل وکړي. نوموړي یوې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي چې په سیمه کې د ثبات لپاره باید پاکستان له افغانستان سره خپلې اړیکې سمې کړي. شېرپاو په افغانستان کې پر وروستیو ناامنیو اندېښنه څرګنده کړې ده. ده دغه راز ویلي چې د قبایلي سیمو امنیت په اقتصادي او سیاسي اصلاحاتو پورې تړلی دی.