ولسمشرغني: نړۍ هم غواړي چې د ملي امنيت او اى ايس اى ترمنځ بايد د باور فضا رامنځ ته شي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64052
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-05-28

ولسمشر اشرف غني وايي، له پاکستان سره يې د تلپاتې سولې لپاره د ملي اقتدار او ملي اعتبار له نقطې چلند کړى او نړۍ هم وايي، چې د ملي امنيت او اى ايس اى ترمنځ بايد د باور فضا رامنځ ته شي.نوموړي دغه څرګندونې په ارګ کې د ولسي جرګې د رييس په ګډون د دې جرګې له يو شمېر غړو سره په کتنه کې کړې دي.د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر په دې ناسته کې د ملت استازو ته وويل، د هېواد اوسنی وضعیت سرتاسري بسیج او سیاسي اجماع ته اړتیا لري.